ملګرو ملتونو په غزه کې د سمدستی اوربند غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش په غزه کې د بشری ناورین د کمولو لپاره د سمدستی اوربند غوښتنه وکړه.
د نوموړی په وینا، د ګڼو خلکو ژوند دغې جګړې اخیستی او د ټولو سیمو برخلیک یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشی له اسراییلو غوښتی چې د غزې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی، د بشری مرستو د استولو لپاره سمدستی او بې محدوده لاسرسی برابر کړی.
ګوترش همدا راز په غزه کې د وروستی خونړی برید په اړه ویلی، چې د غزې په الاهلی روغتون کې د سلګونو کسانو په وژل کېدو سخت خواشینی شوی دی.
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پر دواړو خواو غږ کړی، چې مذاکرات دې پیل کړی او روانه جګړه دې د خبرو – اترو له لارې حل کړی.
غزه کې اسراییلی ځواکونو د درنو بمباریو پرمټ تر اوسه درې نیم زره ملکیان وژلی او نږدې ۱۲ نیم زره کسان یې ژوبل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.