ملګرو ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامی امارت ته و نه سپارله.
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۱مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د باور ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامی امارت ته و نه سپاری.
په یاده کمېټه کې د روسیې، چین او امریکا استازی شامل دی او دوی د دغه دایمی استازو د څوکیو په اړه پرېکړه کړې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان تر څنګ د میانمار پوځی حکومت ته هم د دوی د دایمی څوکۍ له ورکړې ډډه کړې ده.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږی، چې افغان لوری د دغه څوکۍ په ترلاسه کولو کې له روسیې مرسته غوښتې وه.
سهیل شاهین ویلی وو، له روسیې غواړی چې افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې د دایمی څوکۍ د سپارلو په برخه کې همکاری وکړی.
گهیځ