کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د روسیې او چین استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړی.
په یاده ناسته کې د چین استازی فو کونګ ویلی، افغانستان دا مهال په یو حیاتی پړاو کې دی او نړیواله ټولنې دې سملاسی د دغه هېواد د ودې، نشه یی توکو د کنټرول او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر لګښتونه برابر کړی.
نوموړی د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت غځولو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا له دغه هېواده د ملګرو ملتونو د قوی ملاتړ ښودنه کوی.
بل لور په دې ناسته کې د روسیې مرستیالې استازې انا یویستیګنیو ویلی، د یوناما او افغان حکومت ترمنځ همکاری اړینه ده.
نوموړې زیاته کړې چې په افغانستان کې پایداره سوله یوې جامع او واقعی تګلارې پورې اړه لری.
د یادونې وړ ده چې د دې ناستې پرمهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ