د ننګرهار ولایت چارواکی وایی د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته پر ۱۱ زره بزګرانو اصلاح شوی تخمونه ووېشل شول.
د ننګرهار مطبوعاتی دفتر نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی پر دغو بزګرانو ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوی تخمونه وېشل شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بزګرانو او مالدارانو د کروندو او معیشت پر ژغورل کېدو ټینګار کړی و.
دغې ادارې ویلی وو چې وچکالیو دغه دواړه سکټورونه اغېزمن کړی دی.
تر دې وړاندې د کندز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې له دست بدست موسسې لخوا بزګرانو باندې د غنمو اصلاح شوی تخمونه وېشل شوی و، چې هر بزګر ته یې ۵۰ کیلو ګرامه غنم ورکول.
گهیځ