کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سر منشی، انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۵ کال لپاره د نوی کال پیغام کې د ۲۰۲۴ کال ستونزو ته اشاره کړې او راتلونکی کې یې د ملتونو ترمنځ د یووالی غوښتنه کړې.
هغه ویلی، جګړو، نابرابرۍ او اقلیمی بدلون نړۍ له سختو ازموینو سره مخ کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې ۲۰۲۵ کال به د ملتونو لپاره د یووالی او ګډ کار پیل وی.
ګوترېش ټینګار کړی چې د اقلیمی بدلون د مخنیوی په موخه، ګډې هڅې کولای شی نړۍ له تباهۍ را وګرځوی او د سولې، برابرۍ او ټیکاو لپاره نوې هیلې ژوندۍ وساتی.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې نن د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې لومړۍ نېټه ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ