کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۵):
ملګرو ملتونو ویلی، د ژمی لپاره یې لسګونه زره ټنه خوراکی توکی، درمل او طبی وسایل د افغانستان بېلابېلو سیمو ته رسولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) زیاته کړې، چې د ژمی لپاره یې په ۸۷ ولسوالیو کې ۱۰۰ زره مټریک ټنه خوراکی توکی او په ۳۰۰ روغتیایی مرکزونو کې ۶۹۳ مټریک ټنه درمل او طبی وسایل ځای پر ځای کړی.
ملګری ملتونه په داسې مهال د دغو بشری مرستو د لېږد خبر ورکوی چې دې وروستیو کې د بې کارۍ لۀ امله ډېری افغانان له بد اقتصادی وضعیت سره مخ شوی دی.
اوس د ژمی په را رسېدو سره د لومړنیو اسانتیاوو نشتون لۀ امله د دغه ډول ډېری افغانانو ژوند تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ