معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې قابله ګانو ته مسلکي زده‌ کړې ورکوي

ملګري ملتونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې قابله ګانو ته مسلکي زده‌ کړې ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۷ نېټه):
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې به قابله‌ ګانو ته مسلکي زده‌ کړې ورکړي.
د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په لرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ ګانو لپاره دي، چې مسلکي زده کړې نه‌ لري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د امېندوارو ښځو خدمتونو ته لاسرسی ولري.
دې کمېشنرۍ نه‌ دي ویلي چې دغه پروګرامونه به په کومو سیمو کې تطبیقوي او څومره ښځو ته به د قابلګۍ مسلکي زده کړې ورکوي، خو یوازې دومره یې ویلي چې افغانستان په آسیا کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د زیږون پر مهال له یولک امېندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس