ملګری ملتونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې قابله ګانو ته مسلکی زده‌ کړې ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د ملګروملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې به قابله‌ ګانو ته مسلکی زده‌ کړې ورکړی.
د افغانستان لپاره د کډوالو عالی کمېشنرۍ ویلی، چې په لرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ ګانو لپاره دی، چې مسلکی زده کړې نه‌ لری او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د امېندوارو ښځو خدمتونو ته لاسرسی ولری.
دې کمېشنرۍ نه‌ دی ویلی چې دغه پروګرامونه به په کومو سیمو کې تطبیقوی او څومره ښځو ته به د قابلګۍ مسلکی زده کړې ورکوی، خو یوازې دومره یې ویلی چې افغانستان په آسیا کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لری.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلی و، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال شمېرې ښیی چې په افغانستان کې د زیږون پر مهال له یولک امېندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.