معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه دي

ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه دي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیالې روزمري ډیکارلو د دوحې درېیمه ناسته ګټوره بللې.

نوموړې چې د افغانستان په اړه د دوحې روانې درېیمې غونډې مشري کوي، د غونډې لومړۍ ورځې له خبرو وروسته یې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه.

نوموړې زیاته کړې، له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه یو.

په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته ویلي، د غونډې موخه په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګول دي.‌

نوموړي دا هم ویلي قطر ژمن دی چې د تېرو غونډو په تعقیب په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د مستقیم تعامل په رڼا کې ګڼې ژمنې پیاوړې کړي، د افغانانو کړاو کم او د مختلفو ننګونو په حل‌لاره موندلو او راتلونکو فرصتونو کې د پانګونې له لارې له دوی سره مرسته وشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس