ملګری ملتونه له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولی تعامل په تمه دی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سیاسی چارو او سولې برخه کې مرستیالې روزمری ډیکارلو د دوحې درېیمه ناسته ګټوره بللې.

نوموړې چې د افغانستان په اړه د دوحې روانې درېیمې غونډې مشری کوی، د غونډې لومړۍ ورځې له خبرو وروسته یې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه.

نوموړې زیاته کړې، له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولی تعامل په تمه یو.

په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفی د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته ویلی، د غونډې موخه په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګول دی.‌

نوموړی دا هم ویلی قطر ژمن دی چې د تېرو غونډو په تعقیب په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د مستقیم تعامل په رڼا کې ګڼې ژمنې پیاوړې کړی، د افغانانو کړاو کم او د مختلفو ننګونو په حل‌لاره موندلو او راتلونکو فرصتونو کې د پانګونې له لارې له دوی سره مرسته وشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.