کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستيال هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستيال، اندريکا راتوته او مل پلاوي سره کتلي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتونکی دی او د سرپرست حکومت له رهبرۍ يې تمه ښودلې، چې اړمنو ته د دغو مرستو رسولو په برخه کې ورسره هر اړخيزه همکاري وکړي.
بل لور اداري مرستیال زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت رهبرۍ په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په مختلفو سيمو کې د انکشافي پروژو تطبيق لپاره هڅې کوي او له ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندويه بنسټونو هم غواړي، چې د لا زیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو، کروندګرو ته د نشه يي توکو د بديل معيشت او د کډوالۍ د مخنيوي لپاره په مختلفو برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/