کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ مرستیال، اندریکا راتوته او مل پلاوی سره کتلی.
د ارګ له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتونکی دی او د سرپرست حکومت له رهبرۍ یې تمه ښودلې، چې اړمنو ته د دغو مرستو رسولو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاری وکړی.
بل لور اداری مرستیال زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت رهبرۍ په ټول توان د اقتصادی ودې، ځوانانو ته د کاری فرصتونو رامنځته کولو او په مختلفو سیمو کې د انکشافی پروژو تطبیق لپاره هڅې کوی او له ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړی، چې د لا زیاتو کاری فرصتونو رامنځته کولو، کروندګرو ته د نشه یی توکو د بدیل معیشت او د کډوالۍ د مخنیوی لپاره په مختلفو برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ