کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې روغتیایی چارواکو ویلی، د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۳۶ زره ۲۸۴ ته رسېدلی دی.
د خبر پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلی ځواکونو ۶۰ فلسطینیان شهیدان او ۲۸۰ نور یې ټپیان کړی، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو شمېر ۸۲ زره ۵۷ تنو ته ورسېد.
په ورته وخت کې فلسطینی ټلوېزیون راپور ورکړی، چې اسراییلی پوځ د غزې په شمال کې د جبالیه ښار د کډوالو له کمپ څخه د شاوخوا درې اونیو پوځی عملیاتو وروسته وتلی دی.
په همدې ورځ د غزې د ملکی دفاع ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د اسراییلی پوځ لخوا د مرکزی بازار په ګډون د کډوالو په کمپ کې زیاتره سیمه ییز بنسټونه په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
ژغورونکو ډلو له هغه ځایه چې اسراییلی پوځ وتلی، په سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات شمېر جسدونه موندلی، په داسې حال کې چې د ورک شویو کسانو د لټون او ژغورنې کار په سیمه کې اوس هم دوام لری
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ