معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، د نجونو زده‌ کړو او کار په اړه دې سرپرست حکومت سره خبرې وشي

ملګري ملتونه وایي، د نجونو زده‌ کړو او کار په اړه دې سرپرست حکومت سره خبرې وشي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو یوې چارواکې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار موضوع رابرسېره کړې ده.
نوموړې غوښتنه کړې چې باید د دې ستونزې د حل لپاره نړیواله ټولنه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
د آسیا پاسیفیک سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د ساحوي دفتر مشرې کاني ویګناراجا په یوه تازه مرکه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په دې اړه له سرپرست حکومت سره ډیالوګ وکړي او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
مېرمن ویګناراجا همداراز د افغان مېرمنو د ذهني روغتیا او په کم عمر د نجونو د ودونو په اړه، هغه هم په داسې حالت کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا زیات خراب شوی، اندېښنه ښودلې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس