کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو یوې چارواکې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار موضوع رابرسېره کړې ده.
نوموړې غوښتنه کړې چې باید د دې ستونزې د حل لپاره نړیواله ټولنه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړی.
د آسیا پاسیفیک سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیایی ادارې د ساحوی دفتر مشرې کانی ویګناراجا په یوه تازه مرکه کې ویلی، نړیواله ټولنه باید په دې اړه له سرپرست حکومت سره ډیالوګ وکړی او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړی.
مېرمن ویګناراجا همداراز د افغان مېرمنو د ذهنی روغتیا او په کم عمر د نجونو د ودونو په اړه، هغه هم په داسې حالت کې چې د افغانستان اقتصادی وضعیت خورا زیات خراب شوی، اندېښنه ښودلې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ