کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو ویلی، چې د یو شمېر هېوادونو له لوری له دوی سره د هرات زلزله ځپلو لپاره د شاوخوا ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان شوې.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې تر اوسه د آلمان له لوری پنځه میلیونه یورو، د سویس له لوری ۲.۵ میلیونه یورو، د اسټرلیا له لوری یو میلیون ډالر، د ایرلنډ له لوری ۵ میلیونه یورو او د جاپان له لوری یو میلیون ډالره مرسته اعلان شوې ده.
دا هغه مرسته ده چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوری به وېشل کیږی.
ملګرو ملتونو دغه راز ویلی، چې د تېرو څو ورځو پرلپسې زلزلو له امله ۱۱۲ کلی ویجاړ شوی او شاوخوا ۱۷ زره کسان ترې اغېزمن شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ