کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترش مصر ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلی، دغه سازمان په غزې کې د جګړې د درولو توان نه لری.
ګوترش په مصر کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې ویلی، هغه څوک چې د دغې جګړې د درولو توان لری، باید په دې برخه خپلې هڅې چټکی کړی.
نوموړی چې مصر ته تللی، یو ځل بیا یې د ټولو بندیانو په خلاصون او د خپلواک فلسطین دولت په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین او روسیې استازیو په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې په ریاکارانه ډول یې په کې د اوربند غوښتنه کړې وه او د اوکتوبر په ۷مه یې په اسراییلو د حماس بریدونه غندلی وو.
په غزه کې د اسراییلو له لوری په روانو ړندو بمباریو کې تر دې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۲ زره زیات بې دفاع ولسی وګړی شهیدان شوی او تر ۷۳ زرو نور زیات ټپیان دی، چې له امله یې شدیده لوږه هم رامنځته شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ