ملګری ملتونه وایی، مرستندویه ټیمونه یې افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې ملګری ملتونه وایی، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپی سېلابونو لسګونه کسانو ژوند اخیستی، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دی.
دوی ویلی، چې د خوراکی موادو نړیوال پروګرام ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دی، وضعیت ارزوی څو زیانمنو شویو خلکو ته د خوراکی موادو بېړنۍ مرستې ورسوی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم پر خپل ټویټر ویلی، چې د دوی مرستندویه ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دی، څو اوښتی زیانونه معلوم او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوی.
وروستیو سېلابونو کابل، خوست، غزنی، کونړ، پکتیا، نورستان او ننګرهار کې هم ځینې سیمې ځپلی، خو تر ټولو دروند زیان یې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې اړولی چې د ځایی چارواکو په وینا د تندورې کلی کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند اخیستی، ۱۵ نور یې ټپیان کړی او ګڼې نورې ویجاړۍ یې هم رامنځته کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.