کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۶ نېټه):
په بشری مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی مارټین ګرفټس پرون ناوخته د ایران په پلازمېنې تهران کې یوې خبری ناستې ته ویلی، چې نړۍ باید له افغانانو سره د بشری مرستو لپاره کړې ژمنې عملی کړی.
نوموړی ویلی چې مرسته کوونکو هېوادونو وړاندې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ۴.۶میلیارده ډالره مرسته کوی او په خبره یې، اوس یې وخت دی چې دغه ژمنې عملی کړی.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشری حالت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ویلی چې اوسمهال تر ۲۸ میلیونو ډېر افغانان بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ