ملګری ملتونه وایی، پاکستان حق نه لری چې په زوره افغان کډوال وباسی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د ملګرو ملتو د سرمنشی مرستیال ویاند فرحان حق ویلی، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد دا حق نه لری، چې کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسی.
د راپورونو پر بنسټ د اسلام آباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږی او وایی، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې ۷ لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانونی اسناد نه لری، له دغه هېواده ونه وځی په زوره به یې وباسی.
د ملګرو ملتو د سرمنشی مرستیال ویاند فرحان حق ویلی، چې د پاکستان دا هڅه ستایی چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو ده ټینګار کړی چې هېڅ کډوال باید په زوره و نه وېستل شی.
نوموړی زیاته کړې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالی کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستانی چارواکو سره شریکې کړې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.