ملګری ملتونه وایی، پر ښځو د زده کړو او کار د بندیز دوام به بشری فعالیتونه زیانمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا یوه غونډه د سویس په جنیوا کې جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ځینو هېوادونو استازو، په افغانستان کې له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو پر منع کېدو نیوکه کړې.
یاده غونډه کې د سعودی عربستان د بشری حقونو د کمېسیون مشرې هلا مزیاد التویجری کابل کې له حکومتی چارواکو غوښتی، چې د ښځو په اړه خپلې شوې پرېکړې لغوه کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د بشری حقونو شورا غونډې ته په خپل راپور کې لیکلی، چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونو، اقتصاد او د بشری مرستو د رسولو بهیر اغېزمن کړی، خو د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ویلی، چې د ښځو حقونه د شریعت د اصولو په رڼا کې تامینیږی.
د یو شمېر سرچینو د اطلاعاتو له مخې سرپرست افغان حکومت ښایی چې د راتلونکی درسی کال له پیله پر مېرمنو او ښځو یاد بندیزونه تر ډېره بریده راکم کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.