ملګری ملتونه وایی، په جبری توګه د افغان کډوالو وېستل به بشری ناورین رامنځته کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګری ملتونه وایی، په جبری توګه له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو وېستلو سره به بشری ناورین رامنځته شی.
د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ ویاندې روینا شمداسانی ویلی، دوی ډېر اندېښمن دی چې شړل شوی کډوال به د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادی او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسی په ګډون د بشری حقونو د سرغړونو سره مخامخ دی.
دوی له پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو د ټولو هغو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب وساتی، چې په دې هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دی او که بېرته ستنېدلو ته اړ وېستل شی، له خطر سره به مخ شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت لخوا اسناد نه لرونکو ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو نېټې ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.