معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، ښځینه افغان کارکوونکې به یې له دې وروسته کورونو څخه کار ته دوام ورکړي

ملګري ملتونه وایي، ښځینه افغان کارکوونکې به یې له دې وروسته کورونو څخه کار ته دوام ورکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو تېره ورځ اعلان وکړ چې د سرپرست افغان حکومت له لوري د دغه سازمان د ښځینه کارکوونکو پر کار له بندیز وروسته یې پرېکړه وکړه، چې ښځینه افغان کارکوونکې دې له دې وروسته کورونو څخه کار ته دوام ورکړي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۳ زره ۳ سوه افغان کارکوونکي لري، چې د دغو کارکوونکو له ډلې یې ۴ سوه مېرمنې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې د دوی په ماموریت کې به کوم بدلون رانه شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په د یو پرېکړه‌ لیک په خپرولو سره افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌ کړو محدودیتونه وغندل او له سرپرست افغان حکومته یې وغوښتل چې دا محدودیتونه لرې کړي، خو افغان لوري لا تر اوسه د دې غوښتنو په تړاو کومه پرېکنده اقدام نه دی کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس