ملګری ملتونه وایی، ښځینه افغان کارکوونکې به یې له دې وروسته کورونو څخه کار ته دوام ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو تېره ورځ اعلان وکړ چې د سرپرست افغان حکومت له لوری د دغه سازمان د ښځینه کارکوونکو پر کار له بندیز وروسته یې پرېکړه وکړه، چې ښځینه افغان کارکوونکې دې له دې وروسته کورونو څخه کار ته دوام ورکړی.
ملګری ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۳ زره ۳ سوه افغان کارکوونکی لری، چې د دغو کارکوونکو له ډلې یې ۴ سوه مېرمنې دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال ویاند فرحان حق ویلی، چې د دوی په ماموریت کې به کوم بدلون رانه شی.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په د یو پرېکړه‌ لیک په خپرولو سره افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌ کړو محدودیتونه وغندل او له سرپرست افغان حکومته یې وغوښتل چې دا محدودیتونه لرې کړی، خو افغان لوری لا تر اوسه د دې غوښتنو په تړاو کومه پرېکنده اقدام نه دی کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.