کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به له یو میلیون افغانانو سره د نقدي مرستو ملاتړ وکړي.
یاد دفتر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، د ترسره شوې ارزونې له مخې د افغانستان ۸۹ سلنه کورنۍ غوره ګڼي، چې د بشري مرستو په بڼه نقدي پیسې ترلاسه کړي.
بل لور د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم خبر ورکړی، چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په مالي ملاتړ به تر لس زره ډېرې کورنۍ له نقدي مرستو برخمنې شي.
دغه راز FAO ویلي، د یادو کورنیو د معیشت ښه والي ته په کتو دوی ته به د څارویو د ساتنې او روزنې بستې هم ورکړي، څو وکولی شي له خپلو څارویو څخه د عاید لاسته راوړلو لپاره استفاده وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/