ملګری ملتونه وایی، ۲۰۲۵ کال کې به له یو میلیون افغانانو سره نقدی مرسته وشی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به له یو میلیون افغانانو سره د نقدی مرستو ملاتړ وکړی.
یاد دفتر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، د ترسره شوې ارزونې له مخې د افغانستان ۸۹ سلنه کورنۍ غوره ګڼی، چې د بشری مرستو په بڼه نقدی پیسې ترلاسه کړی.
بل‌ لور د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم خبر ورکړی، چې د اروپایی ټولنې د ملکی خوندیتوب او بشری مرستو د ادارې په مالی ملاتړ به تر لس زره ډېرې کورنۍ له نقدی مرستو برخمنې شی.
دغه راز FAO ویلی، د یادو کورنیو د معیشت ښه‌ والی ته په کتو دوی ته به د څارویو د ساتنې او روزنې بستې هم ورکړی، څو وکولی شی له خپلو څارویو څخه د عاید لاسته‌ راوړلو لپاره استفاده وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.