ملګری ملتونه په افغانستان کې د زیانمنو ښځو لپاره د مرستو مرکزونه جوړوی

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې به د کړکېچ ‌ځپلو ښځو لپاره د مرستو مرکزونه جوړ کړی.
د ملګرو ملتونو دفتر دوشنبه (د لړم پر ۲مه) پر ټویټر لیکلی چې دا مرکزونه د جاپان، د ژغورنې نړیوالې کمیټې او د ښځو د ځینو سازمانونو په همکارۍ جوړیږی.
ملګرو ملتونو ویلی چې له دغه پروګرام څخه به څه باندې پنځه زره ښځې ګټه پورته کړی او د دوی د ناستې لپاره به یو ځای ولری.
پر افغانستان د ا.ا له بیا ځلی واکمنۍ سره سم له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته ډېرو نړیوالو مرستندویه بنسټونو افغانستان پرېښود، چې له امله یې په ډېرو ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز ولګېد، له دندو بې برخې ښځې وایی چې دغه حالت یې روان ځپلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.