معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / منظور پښتون د چهارشنبې ورځ په ټول پاکستان کې د لاریونونو اعلان وکړ

منظور پښتون د چهارشنبې ورځ په ټول پاکستان کې د لاریونونو اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې غورځنګ به یې را روانه چهارشنبه په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.
نوموړي د دغه لاریونونو علت د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو مشر راو انوار ازادېدل ښودلي، هغه کس چې د نقیب الله محسود په ګډون د ۴۴۳ نورو پښتنو په وژنه تورن دی.
په ۲۰۱۸ کال کې د پولیسو دا مشر د نقیب الله محسود په نوم یو پښتون ځوان په وژلو تورن شو.
وروسته د دې قضيې د پلټنو لپاره جوړ شوي کمېسیون ویلي وو، چې راؤ انوار او ملګرو پولیسو یې په قصدي توګه ۴۴۴ کسان وژلي دي.
د محسود د وژنې قضیه محکمې ته راجع شوې وه او پنځه کاله وروسته د دوشنبې په ورځ محکمې انور او د هغه ملګري د جرم د ثبوت نشتوالي له امله بري اعلان کړ.
منظور پښتین اوس وايي چې عدالت انصاف نه دی کړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ د چهارشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې لاریونونه او غونډې کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس