کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر ټویټر په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، چې غورځنګ به یې را روانه چهارشنبه په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړی.
نوموړی د دغه لاریونونو علت د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو مشر راو انوار ازادېدل ښودلی، هغه کس چې د نقیب الله محسود په ګډون د ۴۴۳ نورو پښتنو په وژنه تورن دی.
په ۲۰۱۸ کال کې د پولیسو دا مشر د نقیب الله محسود په نوم یو پښتون ځوان په وژلو تورن شو.
وروسته د دې قضیې د پلټنو لپاره جوړ شوی کمېسیون ویلی وو، چې راؤ انوار او ملګرو پولیسو یې په قصدی توګه ۴۴۴ کسان وژلی دی.
د محسود د وژنې قضیه محکمې ته راجع شوې وه او پنځه کاله وروسته د دوشنبې په ورځ محکمې انور او د هغه ملګری د جرم د ثبوت نشتوالی له امله بری اعلان کړ.
منظور پښتین اوس وایی چې عدالت انصاف نه دی کړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ د چهارشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې لاریونونه او غونډې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ