کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د پاکستان حکومت ستر سیاسي مخالف او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون چهارشنبه ماښام مهال د اټک له زندانه خوشې شوی دی.
منظور احمد پښتين د تېر زیږدیز کال د ډسمبر په مياشت کې په بلوچستان کې نيول شوی ؤ او وروسته د اسلام آباد پوليسو ته وسپارل شو چې نوموړي په ټولیز ډول ۶۶ ورځې په زندان کې تېرې کړې.
د راپورونو په اساس له اټک جیل څخه د هغه د خوشي کېدو هرکلي ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي او مينه وال ورغلي وو چې ده ورته تر راوتلو وروسته له ولولو ډکه وینا وکړه.
منظور احمد پښتين د تېر زېږدیز کال د ډسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان په چمن کې د ډېورنډ پر کرښې د ويزې او پاسپورټ د شرط لازمي کېدو پر ضد، پرلت ته تر وينا وروسته، هغه مهال ونيول شو چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان ؤ.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/