منظور پښتین د پاکستان له بنده آزاد شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):

د پاکستان حکومت ستر سیاسی مخالف او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پرون چهارشنبه ماښام مهال د اټک له زندانه خوشې شوی دی.

منظور احمد پښتین د  تېر زیږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې په بلوچستان کې نیول شوی ؤ او وروسته د اسلام آباد پولیسو ته وسپارل شو چې نوموړی په ټولیز ډول ۶۶ ورځې په زندان کې تېرې کړې.

د راپورونو په اساس له اټک جیل څخه د هغه د خوشی کېدو هرکلی ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړی او مینه وال ورغلی وو چې ده ورته تر راوتلو وروسته له ولولو ډکه وینا وکړه.

منظور احمد پښتین د تېر زېږدیز کال د ډسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان په چمن کې د ډېورنډ پر کرښې د ویزې او پاسپورټ د شرط لازمی کېدو پر ضد، پرلت ته تر وینا وروسته، هغه مهال ونیول شو چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان ؤ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.