کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت شمېرې ښیی چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ازبکستان ته د افغانستان صادرات د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت وو.
د یاد وزارت د مسوولینو په وینا هڅه کوی، څو له ازبکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا ټینګار کوی، چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی د هېواد د عوایدو په زیاتوالی کې مهم رول لری.
ځینې سوداګر هم له سرپرست حکومت غواړی چې د سوداګریزو ویزو د ترلاسه کولو او بانکی ستونزو په برخه کې یې پر ستونزو غور وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ