کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له امریکايي پوډکاسټر لېکس فریدمن سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان تروریزم صادروي او په خبره یې چې د نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګریز برید کیږي، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسیږي.
مودي ویلي، ترهګرۍ پورې اړوند فعالیتونه په اسلام اباد کې کیږي او نوې ډیلي د پاکستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري.
د نوموړي په خبره سره له دې چې هند د پاکستان بېلېدل ومنل، خو دا هېواد د سوله ییز ګډ ژوند پر ځای پر نیابتي جګړې اوښتی دی.
مودي پاکستان د ګډوډۍ رامنځته کولو ځای وبلله او د پاکستان پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې ترهګري پرېږدي او د سولې لاره خپله کړي.
د یادونې وړ ده، چې مودي دا څرګندونې د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي، چې نوی ډیلي یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/