کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودی له امریکایی پوډکاسټر لېکس فریدمن سره په یوه مرکه کې ویلی، چې پاکستان تروریزم صادروی او په خبره یې چې د نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګریز برید کیږی، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسیږی.
مودی ویلی، ترهګرۍ پورې اړوند فعالیتونه په اسلام اباد کې کیږی او نوې ډیلی د پاکستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لری.
د نوموړی په خبره سره له دې چې هند د پاکستان بېلېدل ومنل، خو دا هېواد د سوله ییز ګډ ژوند پر ځای پر نیابتی جګړې اوښتی دی.
مودی پاکستان د ګډوډۍ رامنځته کولو ځای وبلله او د پاکستان پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې ترهګری پرېږدی او د سولې لاره خپله کړی.
د یادونې وړ ده، چې مودی دا څرګندونې د پاکستانی چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړی، چې نوی ډیلی یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ