مولانا فضل الرحمن په کابل کې او د دوو ګاونډیو تر منځ اړیکې!

 

د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر او د دغه هېواد مشهوره روحانی، سیاسی او رسنیزه څېره مولانا فضل الرحمن بالآخره افغانستان ته راغی او هغه سفر چې له څه مودې راپدېخوا د دواړو ګاونډیو هېوادونو او آن د سیمې او نړۍ رسنیو پرې شننې او راپورونه خپرول، عملی بڼه خپله کړه.

نوموړی ته دا بلنه کم او زیات یوه میاشت وړاندې په پاکستان کې د افغانستان د اوسنی حکومت د ډیپلوماتانو له خوا د یوې لیدنې په ترڅ کې وړاندې شوې وه خو هغه مهال داسې ویل کېدل چې ښایی دا سفر په پاکستان کې د کېدونکو ریاستی او پارلمانی ټاکنو وروسته تر سره شی، خو وروسته بیا ظاهراً د نا معلومو وجوهاتو له مخې دا سفر په روانه اونۍ کې اعلان او دا دی عملی شو.

داسې ویل کېږی چې په پاکستان کې د دغه هېواد د وسله والو مخالفینو د مخ په زیاتېدونکو بریدونو موضوع چې هره ورځ په دغه هېواد کې پر لس ګونو تنو پولیسو او پوځیانو سربېره د ګڼ شمېر ملکی وګړو د مرګ ژوبلې سبب کېږی، کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر یوه مهمه آجنډا جوړوی.

طبیعی ده چې په همدې تړاو به افغان لوری هم ځان ته څه خبرې او دریځونه لری چې کېدای شی په دوه اړخیزه خبرو اترو کې مطرح شی او پرې خبرې وشی.

که د تاریخ پاڼې را واړوو په سیمه کې د پاکستان په نامه د یوه هېواد له جوړښت نه راپدېخوا بیا تر ننه ډېر کم داسې پېښ شوی چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ دوه اړخېزې اړیکې دې سوله ییزې او د رښتیا په ستنه ولاړې وی، دواړه هېوادونه تل د یو بل حکومتونه پدې تورنوی چې ګواکې د دوی مخالفینو ته ځای ورکوی او د دوی د حاکمو نظامونو خلاف د وسله وال مقاومت تر شا ولاړ دی.

دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده، که اسلام آباد تور لګوی چې افغان حکومت د دوی وسله وال مخالفین تقویه کوی او هغوی ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی نو افغان لوری هم دا اندېښنه لری چې د “داعش” په نامه د دوی وسله وال مخالفین چې کله نا کله، هلته او دلته بریدونه کوی یا چاودنې ترسره کوی په پاکستان کې خوندی پټنځایونه لری او له هغه ځای څخه د افغانستان خاورې ته را واردېږی.

د افغان حکومت دا ادعا د افغانستان لپاره د امریکا د ولسشمر پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم څه موده وړاندې په یوه رسنیزه مرکه کې مطرح کړه او همدا یې وویل چې که پاکستان له اوسنی افغان حکومت څخه دوی د مخالفینو د نه ملاتړ غوښتنه کوی نو باید اسلام آباد هم د داعش په نامه د کابل مخالفین په خپل هېواد کې و نه ساتی.

که یوازې په تېرو دوه دریو لسیزو کې د افغانستان په اړه د اسلام آباد دوه مخې او دوه رنګه سیاستونه وڅېړل شی، له ورایه ښکاری چې هغوی تل هڅه کړی په افغانستان کې د یوه قوی مرکزی حکومت د ټینګښت مخه ونیسی او همېشه یې د کابل د هر حکومت په وړاندې د هغوی مخالفین ساتلی او پاللی دی.

کله چې د افغانستان د اوسنی حکومت د مخالفینو دپټنځایونو په اړه د خلیلزاد خبرې او د ځینو نورو لویدیځوالو رسنیو راپورونو ته ځېر شو نو دا نظریه نوره هم په ذهن کې پیاوړې کېږی چې اسلام آباد هېڅکله او هېڅ وخت نه پرېږدی چې په افغانستان کې دې یو پیاوړی مرکزی حکومت واکمن وی او د خپلې خاورې او ولس د ښېګڼې او پرمختګ پلانونه دې عملی کړی.

ځکه نو دا خبره حتمی ده چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په ترڅ کې به له افغان چارواکو سره د ده د خبرو اترو د آجنډا یوه برخه همدا موضوع جوړوی او آن ځینو رسنیو خو دا هم ویلی چې مولانا فضل الرحمن غواړی په پاکستان کې د ایالتی او مرکزی ټول ټاکنو په درشل کې هلته د وسله والو مخالفینو د نه بریدونو ضمانت تر لاسه کړی.

دا چې ښاغلی مولانا به په کابل یا افغانستان کې د خپلې دغه مؤقتې هستوګنې په ترڅ کې له کومو افغان چارواکو سره وګوری او په دغه دوه اړخیزه خبرو اترو کې به د کابل او اسلام آباد تر منځ څومره شته ستونزې او ناندرۍ سره حل شی، تر اوسه په ډاګه نده خو هغه څه چې اوس مهال د افغانستان په اړه د اسلام آباد له سیاستونو او پلانونو څرګندېږی، لکه هلته د مېشتو افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد د لنډ مهاله حکومت پرېکړې او قهرجن تصمیمونه، داسې ښکاری چې اسلام آباد په هر صورت غواړی له افغانانو سره خپله دښمنی وپالی او د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ پر ځای مخالفتونو ته هوا ورکړی.

اوس که دا نظریه ومنو او له افغانانو او افغان حکومتونو سره د اسلام آباد تل پاتې دښمنۍ تاریخ را وسپړو، ګومان نه کېږی چې کابل ته به د مولانا صاحب دغه سفر کومه خاصه پایله ولری یا به د دواړو هېوادو تر منځ تل پاتې تاوتریخ والی راکم کړی، اما بیا هم مشهوره خبره ده چې په سیاست کې دایمی دوست او دایمی دښمن نشته وی، کېدای شی مولانا د انتظار او اټکل خلاف داسې څه وکړی چې تمه یې نه کېږی. پای

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.