مولانا فضل الرحمن کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د پاکستان له مطرحو مذهبی او سیاسی څېرو له ډلې مولانا فضل الرحمن د یو پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د خبر پر بنسټ، نوموړی تېره ورځ ناوخته د ریاست الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره لیدنه ترسره کړې ده.

خبر زیاتوی چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالطیف منصور او ځینې نور چارواکی شامل وو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی له فضل الرحمن سره د لیدنو په درشل کې ویلی، چې نوموړی د پاکستان یو له مهمو سیاسی او مذهبی اشخاصو دی او دوی هیله لری چې سفر یې ښې اغېزې ولری.

د جمعیت پاکستان ګوند هم د څو ټویټونو په کولو سره ویلی، چې د دغه ګوند مشر به په کابل کې د سیمې د امن او امان اړوند مسایلو باندې خبرې وکړی.

دوی ویلی، چې ښایی فضل الرحمن له امیرالمؤمنین سره هم لیده – کاته وکړی.

پاکستانی پلاوی په داسې مهال افغانستان ته د اړیکو سمولو په نیت سفر کوی، چې په دې وروستیو کې د افغان او پاکستانی حکومتونو ترمنځ د یو شمېر مسایلو پر سر اړیکې خړې شوې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.