ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د اسلامی امارت د لوی مشر په حواله په یوه خپاره شوی بیان کې والیانو ته د هغو خلکو د ستونزو د هواری سپارښتنه شوې چې له هېواده د وتلو لپاره پلمې لټوی.
د اسلامی امارت لوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده پورې تړلی په یاد بیان کې چې د اسلامی امارت ویاندویانو پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی راغلی دی چې والیان دې د دینی عالمانو او چارواکو په مرسته د خلکو ستونزې واوری.
مولوی هیبت الله چې دوی یې امیرالمؤمنین بولی، ټینګار کړی چې د ستونزو د هواری لپاره دې کوټلی ګامونه واخلی.
د اسلامی امارت مشرانو دا هڅې داسې مهال پیل کړی چې په ځینو سیمو کې د دوی د وسله والو له خوا د خلکو د ځورونو د ادعاوو په اړه راپورونه خپاره شوی دی.
د مولوی هیبت الله په خپاره شوی بیان کې چارواکو ته سپارښتنه شوې ده چې د امنیت د ټېنګښت لپاره هڅو ته دوام ورکړی، څو چا ته د ولس په ځانګړی ډول د سوداګرو او متخصصانو د وېرولو فرصت په لاس ورنه شی.
گهیځ