مومند وایی له پاکستانه پر وارداتو د تعرفې د معافۍ موده دې نوره هم و غځول شی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې هیله مندی ښودلې، چې د افغان صادارتو په برخه کې د پاکستان حکومت له خوا پر وارداتو برېښنایی تعرفه چې د دې میاشتې تر وروستیو معاف شوې ده، موده یې نوره هم اوږده شی.
د خونې مشر یونس مومند رسنیو ته وویل، دمګړۍ له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه له کومې ستونزې پرته په عادی ډول روانه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر، دا خبرې داسې مهال کوی، چې په افغانستان کې د مېوو د پخېدو وخت نېږدې شوی، چې تر ډېره ګاوندی هېواد پاکستان ته صادرېږی.
مخکې به دغه موسم کې سوداګرو شکایت درلود، چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان صاداراتو په وړاندې د خنډونو له امله ډېری تازه میوې په لاره خوسا کېږی.
ښاغلی مومند، هیله ښیی چې د بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه، ورکړه په ښه توګه ترسره شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.