افغانان چې په تېرو څو لسیزو کې په پرله پسې ډول او په لویه کچه انقلابونو وځپل، د نړۍ په کچه یو له هغه هېوادونو دی چې وګړی یې په لوی اکثریت مهاجرت او کډوالۍ ته مخه کړې، له ګاونډیو هېوادو نیولې بیا د نړۍ تر لرې پرتو هېوادو له دوی په آمان ندی پاتې.
څرنګه چې افغانان له اقتصادی اړخه پر ځان بسیا نه وو، نو ځکه دغه مهاجرت لویه برخه ګاونډیو هېوادونو ته چې په لږ لګښت هلته تلل آسانه و، تر سره شوه، پدې توګه د ګاونډیو هېوادونو هم غوا لنګه شوه او له افغان مهاجرینو څخه یې د مرستو په موادو او پیسو کې غوړی و اېستل. خپل ملکونه یې پرې وپنځول او د خپل هېواد شاړې او بېدیاوې یې پرې آبادې کړې.
افغان مهاجرینو هم د خپل ژوند د چارو د پرمخ بیولو لپاره په ګاونډیو ملکونو کې دومره سختو او تکلیف رسوونکو چارو ته اوږه ورکړه چې نړۍ کې به یې ډېر کم انسانان د ترسره کولو جوګه وی. ډېری افغانانو خپلې پانګې ځان ته برابرې کړې او په دغه ملکونو کې یې په کار واچولې.
افغانانو د خپل خدای ورکړی طبیعت له مخې دغه ګاونډی ملکونه خپل کور وګڼلو او له ګاونډیو سره یې د هېڅ راز مرستې او همکارۍ څخه ډډه ونکړه خو په مقابل کې یې د دومره نېکیو سره سره دغو ګاونډیو هېوادونو له افغان مهاجرو خپلې ناسمې استفادې ونه درولې.
د افغانانو سره د دوه ګاونډیو هېوادو (پاکستان او ایران) د ظلمونو او جفا ګانو تاریخ او د هغې کیسه خورا اوږده ده، په ځانګړی ډول پاکستان هغه ملک دی چې پر افغانستان د راغلیو سیاسی سیلابونو او انقلابونو له برکته یې خپل ځان په پښو درولی خو تر همدا اوس پورې هم مونږ په خپلو پښو ودرېدو ته نه پرېږدی.
پدې وروستیو کې زمونږ دغه ګاونډی هېواد یو ځل بیا د افغان پناه غوښتونکو سخت ځورول پیل کړی او سره له دې چې د دوی اکثریت هلته د اوسېدو قانونی اسناد او کارتونه هم له ځان سره لری، خو بیا هم هلته ځورول کېږی او اکثرا بندیان ساتل کېږی.
پدې وروستیو کې “ګارډین” ورځپاڼې لیکلی دی چې پاکستان یو شمېر هغه افغانان هم نیولی او بندی کړی یې دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ قانونی اسناد له ځان سره لری.
ګارډین ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان بندیانو د مدافع وکیلانو په حواله راپور ورکړی چې د افغان اتباعو پر وړاندې د پاکستانی پولیسو د سخت دریځۍ له کبله تر اوسه لږ تر لږه اته تنه په زندانونو کې مړه شوی او د ماشومانو په ګډون په سلګونه نور په زندانونو کې بندیان دی.
راپور وایی چې له توقیف شویو افغانانو سره ناوړه چلند کېږی او قضایی بهیر یې د قاضیانو له خوا په سمه توګه نه ترسره کېږی او ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ هم ویلی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او زندان ته د اچولو تصویرونو او خبرونو اندېښمنه کړې ده.
تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې عکسونه خپاره شوی وو چې په کراچۍ کې افغان کډوال چې ماشومان او کم عمره وګړی هم پکې وو، د پولیسو له خوا په رسۍ تړل شوی وو.
اوس خبره دا ده چې که د پاکستان دولت ځان مسؤول ګڼی، باید د ټولو بندی افغانانو پر وړاندې مسؤولیت لرونکی اوسی او قانونی چلند ورسره وکړی، هغه افغانان چې هلته د اوسېدو یا ورتګ قانونی اسناد په لاس لری، باید په بېلابېلو پلمو ونه ځورول شی. پدې اړه نړیوالو سازمانونو او په خپله د پاکستان د بشری حقونو سازمان هم څو ځلې د حکومت دغه چلند غندلی او ترې غوښتی یې دی چې له افغان کډوالو سره باید انسانی او قانونی چلند وشی.
خو د دې ټولو غوښتنو سره سره د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ناقانونه افغانانو د وېستلو په پلمه هلته پر مېشتو قانونی او غیر قانونی افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده او پولیس یې په بېلابېلو پلمو هغوی ځوروی او تر ډېره بریده له هغوی پیسې شکوی.
د بریتانیا “ګارډین” ورځپاڼه هم لیکی چې له افغان کډوالو سره د پاکستانی پولیسو چلند، دلته تر سیاسی تحول وروسته نور هم ډېر خراب شوی دی.
افغان حکومت له پاکستانی چارواکیو بار_بار غوښتی او په وینا یې هڅې یې پیل کړې چې په پاکستان کې بندی افغانان ژر تر ژره خوشی کړی، خو د هر ځل وعدې سره سره پاکستانی چارواکی نه یوازې دغه بندیان له ځان سره ساتی، بلکې د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې د افغانانو نیونې ته هم دوام ورکوی.
که څه هم د افغانستان چارواکیو او بېلابېلو مسؤولنو هر ځل په تکرار سره له پاکستانه غوښتی، چې ژر تر ژره دې دغه بندی افغانان آزاد کړی، خو پاکستانی چارواکی نه یوازې دوی نه خوشی کوی چې د نورو افغانانو نیونې ته هم دوام ورکوی.
اوس په کارده چې دغې مسألې د حل لپاره رسماً او په ډېر جدی ډول له پاکستانی لوری سره خبرې وشی او باید د دې ډاډ ترلاسه شی چې نور پاکستانی پولیس په خپله خاوره کې بېچاره افغان کډوال په بېلابېلو پلمو او بهانو ونه ځوروی او هغه در پدره افغانان چې د علاج یا نورو اړتیاوو لپاره هلته ځی، له ستونزو او کړاونو سره نه مخ کېږی.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ