معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / میدان وردګو کې د اوسپنې ویلې کولو یوه کارخونه جوړیږي

میدان وردګو کې د اوسپنې ویلې کولو یوه کارخونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان وردګو ولایت له ځایي چارواکو سره یوه هندي پانګوال په لیدنه کې ویلي، غواړي د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړي.

دغه هندي پانګوال لوکیش کومار ویلي، په جوړېدونکې فابریکه کې به خامه اوسپنه په نړیوالو معیارونو برابره پروسېس شي، چې په ورځني ډول به ۱۲.۵ ټنه تولید ولري او زرګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت والي د یادو پانګوالو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د ولایت مقام او اړونده ادارې به د دوی د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس