میدان وردګو کې د اوسپنې ویلې کولو یوه کارخونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان وردګو ولایت له ځایی چارواکو سره یوه هندی پانګوال په لیدنه کې ویلی، غواړی د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړی.

دغه هندی پانګوال لوکیش کومار ویلی، په جوړېدونکې فابریکه کې به خامه اوسپنه په نړیوالو معیارونو برابره پروسېس شی، چې په ورځنی ډول به ۱۲.۵ ټنه تولید ولری او زرګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شی.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت والی د یادو پانګوالو د هڅو ستاینه کړې او ویلی یې دی، چې د ولایت مقام او اړونده ادارې به د دوی د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.