کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو امنیتی مسوولینو د کابل – کندهار پر لویه لاره سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پېښې له امله شپږو تنو ته د مرګ – ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.
د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې په مشنګ قلعه سیمه کې د مازدا او کرولا موټر د ټکر له امله یو کس مړ شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د نوموړی په وینا د پېښې ټپیان د همدې سیمې روغتیایی مرکز ته لېږدول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په لوګر او سمنګانو ولایتونو کې هم په ورته بېلابېلو ترافیکی پېښو کې ۹ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ