میدان وردګو کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د قلمونو د بسته بندۍ یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکایی ډالرو په لګښت د قلمونو د بسته بندۍ کارخونې فعالیت پیل وکړ.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین ویلی، سرپرست حکومت د پانګوالو ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ژمن دی او په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې کوی.

د مسوولینو په خبره دغه کارخونه د یوه ملی پانګوال له خوا جوړه شوې، چې اوس مهال ۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د یادې کارخونې مسوولینو ویلی، چې په راتلونکی کې به د قلمونو په دغې کارخونې کې د بېګ قلم تولیدات هم پیل کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.