کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۴۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.
د دغه ولایت سرپرست والي له محلي چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې.
دغه سړک د ټولګټو چارو ریاست له لوري د جغتو ولسوالۍ له مقام څخه چک ولسوالۍ پورې ۱۸ کیلومټره بیارغول کیږي او د جغتو ولسوالۍ څخه د غزني رشیدانو ولسوالۍ پورې ۲۲ کېلومټره سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شوې.
د میدان وردګو والي زیاته کړې، د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې لارې د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې د دغه سړک له بیارغونې سره سم به د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/