کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۴۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
د دغه ولایت سرپرست والی له محلی چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې.
دغه سړک د ټولګټو چارو ریاست له لوری د جغتو ولسوالۍ له مقام څخه چک ولسوالۍ پورې ۱۸ کیلومټره بیارغول کیږی او د جغتو ولسوالۍ څخه د غزنی رشیدانو ولسوالۍ پورې ۲۲ کېلومټره سړک د جوړېدو عملی چارې پیل شوې.
د میدان وردګو والی زیاته کړې، د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی د یادې لارې د خرابوالی له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې د دغه سړک له بیارغونې سره سم به د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ