کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان وردګو ولایتی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د ځانی زیان سربېره، درانه مالی زیانونه هم اوښتی دی.
د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ولایتی ادارې او موسسو له لوری له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیضالله جلالی ویلی، اورښتونو په مرکز میدان ښار، جلرېز، نرخ، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د سرځان سربېره، درانه مالی زیانونه ورته اوښتی دی.
جلالی زیاته کړې، د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې، لسګونه هستوګنیز کورونه نړېدلی، ۶۰ لوی او واړه څارویو ژوند بایللی او شاوخوا ۴سوه جریبه کرنیز فصلونه هم له منځه تللی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ