کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت امنیې قومندانۍ ویلی، چې د مرکز اړوند زراعت لېسې ته څېرمه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنو ژوند بایللی او درې نور ژوبل شوی دی.
د خبر پر بنسټ دغه کرولا ډوله موټر له کابل څخه غزنی ته پر لار و، چې د زیات سرعت له امله لارې څخه منحرف او چپه شوی دی.
د مسوولینو په وینا د پېښې ټپیان ځایی روغتون ته لېږدول شوی دی.
ټرافیکی مسوولینو د دغې پېښې علت د موټر چلوونکی بې غورې بللې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ