کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا خزانې وزارت تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول څانګې پر میر رحمان رحمانی او زوی یې اجمل رحمانی بندیزونه لګولی.
دې بندیزونو کې دوی سره پر تړلو ۴۴ کمپنیو چې د نړۍ په کچه په پراخ فساد کې ښکېل بلل شوی، هم بندیزونه لګېدلی دی.
د خبرپاڼې له قوله رحمانی او زوی یې د خپلو کورنیو کمپنیو له لارې د فساد یو پېچلی تدارکاتی سیستم رامنځته کړی و، چې په پایله کې یې د امریکا لخوا د پخوانیو پوځی ځواکونو د ملاتړ لپاره د تمویل شویو پروژو میلیونونه ډالره په ناسمه توګه مصرف شوی دی.
د امریکا خزانې وزارت وایی، رحمانی د تېلو د واردولو برخه کې د ګمرک چارواکو ته بډې ورکولې او یوه شرکت یې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې نږدې یو میلیارد لیتره تېل وارد کړل، چې دا په یو کال کې د افغان ځواکونو تر اړتیاو ۴ سوه میلیونه لیترو څخه دوه نیم چنده زیات وو.
د دوی په وینا ۲۰۱۹ کال کې د افغان ځواکونو د الوتکو د اړتیا وړ تېلو د تدارکاتو لپاره له رحمانی کمپنیو سره قرارداد ختم شوی و، خو بیا هم دې شرکتونو دوه نیم زره مټریک ټنه د الوتکو تېل له مالیې پرته وارد کړی.
د امریکا د خزانې وزارت په وینا اجمل رحمانی د ۲۰۱۸ کال په پارلمانی ټاکنو کې د ولسی جرګې څوکۍ ګټلو لپاره د ټاکنو کمېسیون ځینو غړو ته ۱،۶ میلیون ډالره بډې ورکړی او هم یې پلار میررحمان رحمانی د ولسی جرګې ریاست ګټلو لپاره وکیلانو ته میلیونونه ډالره رشوت ورکړی دی.
رحمانی او زوی یې تر دا دمه د امریکا دې بندیزونو په تړاو رسنیو ته څه غبرګون نه دی څرګند کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ