مېدان وردګو کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کوټه عشرو سیمه کې د ملی پراختیا شرکت له لوری په ۷ سوه جریبه ځمکه کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړولو چارې پیل شوې.
د میدان وردګو والی ویلی، د ډبرو سکرو د یاد مرکز په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې بیارغونې کارونه چټک شی او ګڼ شمېر کسانو ته به د کار زمینه برابره شی.
د ملی پراختیا شرکت مسوولینو بیا زیاته کړې، د نظام قوت په اقتصادی پیاوړتیا سره کیږی، چې اوسمهال هېواد کې د بیارغونې کارونه چټک شوی او هیلې شته چې هېواد په نږدې وخت کې پر ځان بساینې ته ورسیږی.
د مسوولینو په خبره، دغه مرکز په ۷ سوه جریبه ځمکه کې په ملی او نړیوالو سټندرډنو برابر رغول کیږی، چې له دغه ځایه به پروسېس شوی د ډبرو سکاره بسته بندی او بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.