معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل ټپي دی

مېدان وردګو کې یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل ټپي دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت پۀ سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ژوبل دی.
د خبر له مخې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې یاده پېښه د سید آباد ولسوالۍ اړوند د شنیز درې مموخېلو کلي د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې تر دې پېښې یو ورځ وړاندې هم د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ له امله د یو ماشوم لاس پرې شوی و، چې وروسته یې بیا د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
تېرو څو لسیزو جګړو کې د ناچاودو توکو شتون ډېر کله ملکي وګړو ته مرګ_ژوبله اړوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس